راپورونه وایی، په پکتیا کې د دولت مخالفینو په حمله کې ۱۶ تنه افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول.
پکتیا ولایت کی ۲۸ تنه وسله وال وژل شوی
14 سنبله 1397 ساعت 15:24
راپورونه وایی، په پکتیا کې د دولت مخالفینو په حمله کې ۱۶ تنه افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول.
د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د پکتیا ولایت د والي د ویندوی نن ورځ په دی اړه ویلی دی، په یاد عملیاتوکې، پړون شپه پرافغان امنیتي پوستو شوی دی.
دوی زیاتوی، د یاد ولایت په جاني خېل ولسوالي کې د وسله والو طالبانو په حمله کې ۱۶ امنیتي ځواکونه ووژل شول.
د هغوی په خبره، په وژل شویو امنیتي ځواکونو کې ۱۳ تنه د ملي اردو سرتېري دي او ۳ نور د عامه نظم پولیس.
هغوی څرګندوی، په دغه حمله کی ۲۸ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
د مطلب کود: 170122