دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 170124
افغانستان لوی ملی ائتلاف: ډیر ژیر به د طالبانو سره سولې په اړه خبرو وکړو
د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي، ډېر ژر به د یوې ځانګړې اجنډا له مخې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ښکېل شي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف چې یو شمېر ګوندونه او سیاسي څېرې پکې شاملې دي، وايي چې ډېر ژر به د ائتلاف له ادرسه له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.
د دغه ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا وویل، دا چې حکومت د سولې په ملي مسئله کې پاتې راغلی، نو ائتلاف غواړي چې دغه تشه ډکه کړي.

دی زیاتوي:
"حکومت نور نه شي کولای چې د سولې او جنګ مدیرت وکړي، ځکه چې ډېر کمزوری او ناتوانه دی، نو دلته یوه تشه رامنځته کېږي، موږ غواړو چې دغه تشه ډکه کړو او بین الاافغاني خبرې پیل شي، څو په افغانستان کې دایمي سولې او ثبات ته لار هواره شي."
تر دې وړاندې هم د دغه ائتلاف یو شمېر غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د مخ ته وړلو لپاره د ائتلاف ترمنځ د پلاوي پر ټاکل کېدو خبرې روانې دي.
د ائتلاف غړي حضرت علي ویلي چې ښايي له طالبانو سره د سولې د پلاوي مشري پخوانی جهادي قوماندان اسماعیل خان او یاهم مخکنی ولسمشر حامد کرزی وکړي.

طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcauwn6y49n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته