دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 170125
کابل کې ملی امنیت حقانی شبکې ۱۱ کسیزې ډله نیولي
د ملي امنیت ریاست د کابل په مربوطاتو کې د حقاني شبکې د ۱۱ کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړ.

د ملي امنیت ریاست په یوې اعلامیې کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې راغلي چې دغه کسان د کابل ښار په پنځمه او ۱۲مه ناحیه او هم په بګرامي او پغمان ولسوالیو کې په ماین ایښودلو، د دولتي او نورو متنفذو کسانو په ترور او وېره اچوونکو فعالیتونوبوخت وو.
د اعلامیې له مخې د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړو ځواکونو دغه کسان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي.
تردې یوه ورځ دمخه وسله والو طالبانو د حقاني شبکې د بنسټ ایښودونکي جلال الدین حقاني د مړینې خبر ورکړ.
https://avapress.com/vdcb5gb8srhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته