د کابل ښار په لویدیځ په دشت برچي سیمه کې چاودنه شوې ده.
د راپورونو له مخې پیښه د ازهرا جومات ته څېرمه رامنځته شوې ده خو د چاودنې نوعیت او تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.
امنیتي سرچیې وایي پیښه د قلعه ناظر سیمې اړوند په یوه لوبغالي کې رامنځته شوې ده خو د چاودنې نوعیت او تلفاتو په اړه څه نه وایي.
د عامې روغتیا وزارت سرچیني وایي د پیښې له ځای څخه تر اوسه د 6 وژل شویو کسانو جسدونه او ۸ ټپیان روغتونونه ته ور وړل شوي.