دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۳
د مطلب کود : 170171
په ځیني ولایتونو کې ۹۰ تنه وسله والو وژل شوي
ویل کیږی، په هلمند، پکتیا، فاریاب او غزني ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۹۰ تنه د دولت مخالفینو وژل شوی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی د دفاع وزارت نن ورځ نه خپره شوی په خبرپاڼه کې ویلی دی، چې د وسله والو طالبانو پر ضد دغه چاڼیز بریدیونو پرون تر سره شوي، چې په کې ۱۵ تنه طالبان ټپیان شوي هم دي.
سرچنیو زیاتوی، افغان امنیتی پوځ د پکتیا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۳۴ طالبان وژلي، ۱۰ ټپیان او یوه اندازه وسلې او مهمات یې تر لاسه کړي دي.
 خبر پانه کی ویلی،  د فاریاب په شرین تګاب کې بیا د هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ تنه طالبانو وژل شوي، ۴ څلور ټپیان او د هغوی دوه پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
سرچینی وایی، د هلمند مرکز، ګرشک، نادعلي او مارجې ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۲۲ طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
خبر پانه زیاتوی، د غزني په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې بیا ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdccmxqss2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته