دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۶
د مطلب کود : 170172
جاپان کې شدیدو توپانونو ۱۰ تنه وژلي، سلګونه نور يې ټپیان کړي
د جاپان په لويدیځ کې روانو سختو توپانونو تراوسه لږترلږه ۱۰ تنه وژلي او سلګونه نور یې ژوبل کړي دي.


”جيبي” هغه قوي توپان دی چې په جاپان کې يې په تیرو ۲۵ کلونو کې ساری نه و ليدل شوی.
دغه توپان چې د باد سرعت يې په یوه ساعت کې ۲۱۶ کيلومتره و او سخت باران ورسره مل وو زیات زيانونه اړولي دي.
توپان د دې هیواد په سمندرغاړو کې کشتۍ زیانمنې کړې او زرګونه کورونه او موټر یې اوبو کې ډوب کړي دي، د توپان له امله د اوساکا سیمې کانسای  هوايي ډګر اوبو کې غرق شوی او زيات زیان ورته اوښتی دی.
چارواکي وايي، له یاد هوايي ډګر څخه یې ۳زره کسان په کشتیو کې یوه بل هوايي ډګر ته لېږدولي دي.
په انځورونو کې ښودل کیږي چې یوه کشتۍ دې هوايي ډګر ته له تلونکې پله سره ټکر کیږي چې کشتۍ او پل دواړه زیانمن کیږي.
پرون ددې هیواد لويديځ کې د الوتکو ۸۰۰ پروازونه هم لغوه شول، هوايي شرکتونو ویلي چې نن چهارشنبه به هم ۱۶۰ نور پروازونه لغوه کړي.
یوه ويډیو کې ښودل کیږي چې د توپان له امله په لسګونو موټرو کې اور بل شوی دی.
د دې هیواد حکومت د خطر له سیمو یو ميليون کسانو ته امر کړی چې خپل کورونه پرېږدي.
له توپان څخه په ګڼو سیمو کې برېښنا پرچاو شوې او ویل شوي چې یو ميلیون کورونه له برېښنا بې برخې شوي دي.
د جيبي توپان د جاپان په لويدیځ کې هغو سیمو ته نژدې پراخ ورانی رامنځ ته کړی چې د جولای په مياشت کې اورښتونو او سېلابونو تر ۲۰۰ ډېر کسان پکې ووژل.
https://avapress.com/vdcd5z0fxyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته