دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 170177
د کابل دشت برچي کې غبرګو انتحاري حملو ۲۵ تنه وژلي او ۹۵ نور یې ټپيان کړي
د کابل امنیتي چارواکي وايي چې د کابل د دشت برچي د تېرې ورځې د دوه انتحاري حملو امله ۲۵ تنه وژل شوي او ۹۵ نور ټپيان دي.
د کابل د ګارنیزیون قوماندان مراد علي مراد ازادي راډيو ته وویل چې لومړی حمله د قلعه ناظر په سیمه کې په یوه ورزشي کلب کې او دوهمه انتحاري حمله چې د موټر بم په وسیله وشوه د وژل شوېو او ټپيانو د انتقال پر مهال رامنځته شوه چې دغومره مرګ ژوبله يې اړولې ده.

په کابل کې د طلوع نیوز په نوم د یوې خپلواکې رسنیو مسوولینو ویلي چې په دې حمله کې د دوی دوه تنه "یو خبریال او یو تصویر اخیستونکي" وژل شوي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره یا «نی» هم ویلي چې په‎دې پېښه کې د طلوع ټلوېزیون د خبریالانو سربېره درې خبریالان، د خورشید ټلوېزیون او یو د یک ټلویزون خبریالان ټپیان شوي دي.

داعش ډلې د دې چاودنو مسوولیت ومانه.

د کابل د ګارنیزیون قوماندان وايي، د دې پېښې په اړه يې څېړنې پیل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د روان لمریز کال د ثور د میاشتې په لسمه نېټه د کابل په شش درک سیمه کې هم یو شمېر خبریالانوته په ورته یوې حملې کې مرګ ژوبله واوښته.

په یادې پېښه کې د ازادي راډیو د درېیو تنو خبریالانو په ګډون ۲۶ تنه ووژل شول او ۴۹ نور تپیان شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه بیان کې پر ملکیانو او د رسنیو پر کارکوونکو دا بریدونه د بیان د ازادۍ خلاف او د بشریت ضد جنایت بللې دي.
https://avapress.com/vdciyuazyt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته