دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۹
د مطلب کود : 170178
وسله وال طالبان وایي د کابل په دشت برچي سیمه کې په پروني برید کې لاس نه لري او پر ملکیانو برید په کلکو ټکو غندي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي چې ”په کابل کې نني بریدونه د مجاهدینو پورې هیڅ اړه نه لري او اسلامي امارت په خلکو او عامو اهدافو باندې بریدونه په کلکه غندي. “
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولتیت په غاړه نه دی اخیستی.
امنیتي چارواکي او د عامي روغتیا وزارت وایي د پرونیو چاودنو د قربانیو شمېر ۲۱ تنو ته رسېدلي.
لومړی چاودنه شاوخوا ۶ بجې د میوند په نوم په یوه ورزشي کلب کې هغه وخت وشوه چې یوه ځانمرګي بریدګر کلب ته ننوت او په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه.
دوهمه چاودنه شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته  هغه مهال رامنځته شوه کله چې خلک او امبولانسونه د ټپیانو د ژغورنې لپاره کلب ته څېرمه راغونډ شوي ول.
د راپورونو له مخې، د غبرګو چاودنو په ترڅ کې تر ۷۰ زیات کسان ټپیان هم شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjayevouqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته