کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې چاودنې مسؤولیت داعش تروریستی ډله په غاړه واخیست

15 سنبله 1397 ساعت 10:50

داعش تروریستی ډله کابل ښار لویدیځ کې د چهارشنبه ماسپښین (۱۴ سنبله ) دوه بریدونو مسؤولیت په غاړه واخیست.



د آوا په ګزارش سره، چهارشنبه ماسپشین نږدی ۵:۵۸ بجی کې یو انتحاری کس ځانته د پهلوانی یو کلب کې چی خاتم الانبیاء پروژه په محوطه کې قرار لری، چاودنه ورکړه.
د هغه برید وروسته دوهم برید هغه وخت ترسره شو چی خلګ او خبرنګاران پیښی سیمی ته ورسید او د جسدونو او ټپیانو لیږد باندی مصروف وو.
په دی برید کې تراوسه ۲۰ تنه د دوو خبرنګارانو په شمول شهید شوی او نږدی ۷۰ تنه ټپیان شوی دی.
تراوسه د شهیدانو او ټپیانو په اړه دقیق معلومات نه دی خپور شوی او احتمال لری چی آمار ډیر شی.
په همدی حال کې ددی دوو بریدونو مسؤولیت داعش تروریستی ډله په غاړه اخیستی دی او ویلی دی چی په دی برید کې ۱۵۰ تنه شیعیان شهید او ټپیان کړی دی.
ولسمشر غنی تیری ورځې برید په سختو ټکو غندلی دی.
 


د مطلب کود: 170186

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170186/کابل-کې-چاودنې-مسؤولیت-داعش-تروریستی-ډله-په-غاړه-واخیست

آوا
  https://www.avapress.com