دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 170186
کابل کې چاودنې مسؤولیت داعش تروریستی ډله په غاړه واخیست
داعش تروریستی ډله کابل ښار لویدیځ کې د چهارشنبه ماسپښین (۱۴ سنبله ) دوه بریدونو مسؤولیت په غاړه واخیست.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، چهارشنبه ماسپشین نږدی ۵:۵۸ بجی کې یو انتحاری کس ځانته د پهلوانی یو کلب کې چی خاتم الانبیاء پروژه په محوطه کې قرار لری، چاودنه ورکړه.
د هغه برید وروسته دوهم برید هغه وخت ترسره شو چی خلګ او خبرنګاران پیښی سیمی ته ورسید او د جسدونو او ټپیانو لیږد باندی مصروف وو.
په دی برید کې تراوسه ۲۰ تنه د دوو خبرنګارانو په شمول شهید شوی او نږدی ۷۰ تنه ټپیان شوی دی.
تراوسه د شهیدانو او ټپیانو په اړه دقیق معلومات نه دی خپور شوی او احتمال لری چی آمار ډیر شی.
په همدی حال کې ددی دوو بریدونو مسؤولیت داعش تروریستی ډله په غاړه اخیستی دی او ویلی دی چی په دی برید کې ۱۵۰ تنه شیعیان شهید او ټپیان کړی دی.
ولسمشر غنی تیری ورځې برید په سختو ټکو غندلی دی.
 
https://avapress.com/vdcivuazqt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته