کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان هوایی ځواکونو تجهیز لپاره ۱.۸ میلیارد ډالره په ارزښت قرارداد منظور شوي

15 سنبله 1397 ساعت 11:03

د امریکا دفاع وزارت (پنټګان) وایي د افغان هوایي ځواکونو د تجهیز لپاره د ۱،۸ میلیارد ډالرو په ارزشت یوه قراداد منظور کړی دی.



پنټنګان په یوه بیان کې ویلي، چې د افغان هوایي ځواکونو لپاره د A-29 ډوله الوتکو د پېرلو او د اړتیاوړ تجهیزاتو د برابرلو په موخه د ۱ میلیارد او ۸۰۸ میلیون ډالرو په ارزښت نوی قرارداد سییرا نیویدا شرکت (Sierra Nevada Corporation) ته ورکړل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د قرارداد چارې به د ۲۰۲۴ میلادي کال د ډسمبر میاشتې تر ۳۱ مه نیټه بشپړې شي.
دیادونې وړ ده چې افغان حکومت او د افغانستان متحدینو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وایي د افغان هوایي ځواکونو جوړښت به تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې لا پراخه شي او نورو تجهیزاتو له ورکولو سره د دغو ځواکونو شمېر به یې تر درې برابره زیاتې شي.
 


د مطلب کود: 170189

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170189/افغان-هوایی-ځواکونو-تجهیز-لپاره-۱-۸-میلیارد-ډالره-په-ارزښت-قرارداد-منظور-شوي

آوا
  https://www.avapress.com