دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 170190
غزنی کې هوایی برید له امله ۹ تنه وسله وال وژل شوي
د غزني امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې د وسله والو مخالفینو د یوه سر ګروپ په ګډون ۹ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د غزني امنیه قوماندانۍ ویلي دی، چی دغه برید د چهارشنبې په ورځ افغان هوايي ځواکونو د قره باغ ولسوالۍ په «خیرنه چوک» سیمه کې پر دوو موټرو چې وسله وال په کې سپاره وو، وکړ.
د وسله والو د وژل شوي سرګروپ نوم حضرت ولي ښودل شوی دی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcdnz0fzyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته