دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 170192
په فاریاب ولایت کې د طالبانو ډلمشر قاري رحمت الله پر قرارګاه د هوایي برید په ترڅ کې او له امنیتي خواکونو سره د نښتې په پایله کې شاوخوا ۲۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د شیرین تګاب ولسوالی پهکوه صیاد سیمه کې د قاري رحمت الله پر قرارګاه د هوایي برید په ترڅ کې ۱۳ وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۴ وسله وال ټپیان هم شوي دي او د قاري رحمت الله قرارګاه لمنځه تللی دی.
د شاهین قول اردو په وینا، د قیصار ولسوالی په زوریان سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د نښتې په پایله کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتېري سربیرن ټپیان شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فاریاب  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcf1xdy0w6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته