دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 170193
واشنګتن اسلام آباد څخه غوښتي چی ترهګرو په وړاندی اقدام وکړي
هیله ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د دغه هېواد دفاع وزیر جېمز مټیس نن په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

جېمز مټیس مخکې هند ته رسېدلی و او مایک پامپیو پرون ماښام ناوخته له اسلام اباده نوي ډیلي ته ورغی. ده په اسلام اباد کې د پاکستان له چارواکو سره وکتل.
د مایک پامپیو د اسلام اباد د سفر په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د پاکستان پر نقش ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پاکستان باید د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې وکړي، د ترهګرو او وسله والو پرضد چې د سیمې سوله او ثبات تهدیدوي، جدي او دوامداره اقدامات وکړي.

پمپیو د پاکستان له نوي صدراعظم عمران خان سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل:
« موږ د دوی د نوي حکومت په اړه خبرې وکړې او پر هغو فرصتونو وغږیدو چې د دواړو هیوادو ترمنځ اړیکي سره سمې شي، په عمومي ډول پر اقتصاد، کارو بار، تجارت او پر هغه څه چې موږ ټول پرې پوهیږو او اړتیا ورته لرو چې په افغانستان کې یو سوله ییز حل رامنځته شي، دا په یقین سره چې د افغانستان په ګټه دی، همداراز د متحد ایالتونو او پاکستان»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته تر سفر مخکې په کابل، بغداد او ملګرو ملتو کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد د افغانانو ترمنځ د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا د نوي استازي په توګه وټاکه.
زلمی خلیلزاد چې د افغانستان په مساله کې پر پاکستان تل انتقاد کوي، د اسلام اباد په سفر کې له ښاغلي پمپیو سره ملګری و.

د سیاسي چارو کتونکی شفیق همدم په دې باور دی چې ښاغلی خلیلزاد کولی شي هم د سولې په برخه کې او هم د کابل او اسلام اباد د اړیکو په برخه کې مرسته وکړي:
« زه خوشبینه یم چې د دوی له راتګ سره به د افغانستان او د امریکا د متحد ایالتونو د اړیکو ترڅنګ، له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په بهیر کې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روغه جوړه کې ښاغلی خلیلزاد وکولی شي چې یو مهم حیاتي او مثبت نقش ولوبوي»

د دې سربیره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره تر کتو وروسته خوشبیني ښکاره کړه او د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان هم وویل چې دې هیلمن دی:
« زه خوشبینه پیدا شوی یم. یو لوبغاړی تل خوشبینه وي. لوبغاړی چې پر میدان پښه ږدي نو دا فکر ورسره وي چې زه به یې ګټم»
جرمني اژانس د یوه دیپلومات په نوم چې نوم یې نه دی اخیستی ویلي دي چې د اسلام اباد د غونډو خبرې سخته وې او امریکا له پاکستانه وغوښتل چې ډير ژر په خپله خاوره کې د افغانستان د پولو پر اوږدو د ترهګرو پرضد لاس په کار شي.
 
https://avapress.com/vdcgyz9qwak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته