دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 170195
طالبانو تخار کې ۸ سرتیري له وژلو وروسته سوزولي
د تخار ولایت ځایي چارواکي وایي وسله والو طالبانو د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوې پوستې برید کړی اته سرتیري یې وژلي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري یک تلویزیون وویل چې وسله والو د اتو سرتیرو له وژنې وروسته د دوی مړي سوزولي او وروسته له سیمې تللي دي.
د ښاغلي هجري په وینا دا پيښه په پولیسو کې د طالبانو د یوه نفوذي کس له خوا ترسره شوې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3uazwt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته