کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غور ولایت کې یو تن قومندان وژل شوی

15 سنبله 1397 ساعت 17:16

ویل کیږی، ددولت مخالفینو د غور د شهرک ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی دی.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي نن ورځ په دی اړه رسنیو ته ویلی دی، چې امنیه شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.
دوی څرګندوی، چې امنیه قومندان د دغه ولایت له مرکزه شهرک ولسوالۍ ته ۲۰۰ټنه غنم سکورټ کول چې په اضطراري حالاتو کې باید ترې استفاده شوې وای، خو د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شوی.
هغو وایی، د یاد د برید په پایله کې نوموړی له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی دی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 170214

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170214/غور-ولایت-کې-یو-تن-قومندان-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com