دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 170217
افغان سوداګر د روسیه سوداګریز مالونو نندارتون کې ګډون کوي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ په روسیه کې د یوشمېر هېوادونو د سوداګریزو مالونو نندارتون جوړ شي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي په دی اړه وویل په دغه نندارتون کې به شاه خوا۲۰ افغان سوداګر او د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې پلاوی هم ګډون وکړي.
نوموړی زیاتوي چې د دغه نندارتون په څنډه کې به د افغان سوداګریزو مالونو د تعرفې د زیاتوالي په اړه د کابل او مسکو ترمنځ سوداګریز تفاهم لیک هم لاسلیک شي.
د معلوماتو له مخې د مسکو په دغه درې ورځني نندارتون کې به د افغانستان وچه، تازه مېوه، زعفران او قالینې نندارې ته کېښودل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په دې باور ده چې له روسیې سره کړکېچنو د کابل او مسکو ترمنځ سوداګرۍ باندې ناوړه اغیز کړی او تمه ښيي چې په روسیه کې جوړېدونکی نندارتون او کنفرانس به وتوانېږي چې له دغه هېواد سره د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه لوړه کړي.
https://avapress.com/vdcdfz0f5yt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته