کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تخار امنیه قوماندانی:

پولیس یو سرتیری، ۸ نور پولیس ووژل او هغوی جسدونو ته اور واچول

16 سنبله 1397 ساعت 11:02

تخار پولیسو قوماندانی اعلان کړي چی یو پولیس سرتیری طالبانو په همکاری ۸ تنه سرتیری وژلی او وروسته هغوی جسدونو ته اور ورپوری کړی دی.



د آوا په ګزارش سره، دا پولیس سرتیری پوسته پریښی او اوس د طالبانو سره یوځای شوی دی.
خلیل اسیر، تخار پولیسو قوماندی ویاند اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چی دا پيښه تیره شپه ۱:۳۰ بجی په شاوخوا ددی ولایت خواجه غار ولوسالی قنداری قشلاق په سیمه کې رامنځته شوی دی.
په همدی حال کې ګزارش ورکړل شوی دی چی طالبان ددی سرتیرو جسدونو ته اور ورپوری کولو وروسته، د هغوی مهمات او اسلحی د ځان سره وړي دی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلي.


د مطلب کود: 170241

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170241/پولیس-یو-سرتیری-۸-نور-ووژل-او-هغوی-جسدونو-ته-اور-واچول

آوا
  https://www.avapress.com