دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 170243
په لسګونه بندیان د پلچرخی بندیخانی څخه و بګرام بندیخانی ته ولیږدول شو
لسګونه زندانیان پرون- پنجشنبې د کابل له پلچرخي زندان څخه د بګران زندان ته ولېږدول شول.

د پلچرخي زندان مرستیال قوماندان سیدآقا اندرابي په دی اړه وویل، ډېری دا محبوسین طالب بندیان وو چې د پلچرخي زندان نظم یې ګډوډ کړی و:
" ۷۴ تنه هغه یاغي محبوسین مو بګرام زندان ته ولېږدول چې په دې زندان کې یې بې نظمي او ګډوډي جوړوله او نور محبوسین یې یرغمل کړي وو."
د یادونې وړ ده چې بګرام زندان د افغانستان د دفاع وزارت له خوا اداره کېږي.
ښاغلي اندرابي په پلچرخي زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمینځ د اخ و ډب په اړه راپورونه رد کړل.
https://avapress.com/vdcc0xqs12bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته