کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لسګونه بندیان د پلچرخی بندیخانی څخه و بګرام بندیخانی ته ولیږدول شو

16 سنبله 1397 ساعت 11:11

لسګونه زندانیان پرون- پنجشنبې د کابل له پلچرخي زندان څخه د بګران زندان ته ولېږدول شول.



د پلچرخي زندان مرستیال قوماندان سیدآقا اندرابي په دی اړه وویل، ډېری دا محبوسین طالب بندیان وو چې د پلچرخي زندان نظم یې ګډوډ کړی و:
" ۷۴ تنه هغه یاغي محبوسین مو بګرام زندان ته ولېږدول چې په دې زندان کې یې بې نظمي او ګډوډي جوړوله او نور محبوسین یې یرغمل کړي وو."
د یادونې وړ ده چې بګرام زندان د افغانستان د دفاع وزارت له خوا اداره کېږي.
ښاغلي اندرابي په پلچرخي زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمینځ د اخ و ډب په اړه راپورونه رد کړل.


د مطلب کود: 170243

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170243/په-لسګونه-بندیان-د-پلچرخی-بندیخانی-څخه-بګرام-ته-ولیږدول-شو

آوا
  https://www.avapress.com