کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی: امنیتی او دفاعی مسؤولین دی کابل کې محرم میاشتې او شهید اونۍ امنیت لپاره برنامه ترتیب کړي

16 سنبله 1397 ساعت 18:09

ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي او دفاعي مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د محرم او شهید اونۍ په ورځو کې دې د کابل ښار د امنیت لپاره عملي برنامې ترتیب کړي.



ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه پرون ماښام د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.
خرپاڼه زیاتوي، چې په پيل کې د هېواد  د امنیتي او  دفاعي ارګانونو مسوولینو د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د پهلواني پر کلپ د وروستۍ تروریستي پیښې د څرنګوالي په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
د ارګ ماڼی په وینا، جمهوررئیس  او د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان د یاد راپور له اورېدو وروسته د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له هراړخیزې ارزونې وروسته دې د کابل ښار په ځانګړي ډول د کابل د لویدیځ او دغه راز د ټول هېواد په کچه دمحرم او شهید اونۍ د ورځو د نمانځلو مراسمو د امنیت په خاطر عملي برنامه چمتو او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په وروستیو میاشتو کې د کابل ښار په لویدیځو سیمو کې یې پر یو شمېر اهدافو بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چهارشنبې په ماښام د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د دوو غبرګو چاودنو له کبله ۲۶ کسان ووژل شول او شاوخوا ۹۱ نور ټپیان دي.
 


د مطلب کود: 170249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170249/ولسمشر-غنی-امنیتی-او-دفاعی-مسؤولین-دی-کابل-کې-محرم-میاشتې-شهید-اونۍ-امنیت-لپاره-برنامه-ترتیب-کړي

آوا
  https://www.avapress.com