دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۸
د مطلب کود : 170267
ولسمشر غنی د وردک مشرانو، متنفذینو او ځوانانو سره ولیدل
محمداشرف غنی افغانستان اسلامی جمهوریت ولسمشر، تیره ورځ ماسپښین په ارګ ماڼۍ کې د وردک مشرانو، متنفذینو او ځوانانو سره لیدنه وکړ.

 
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، په دی لیدنه کې جنرال مظفرالدین د وردک قوم شورا مشر د ولسمشر ملی برنامو او لاسته راوړنو څخه قدردانی او ملاتړ وکړ او وویل، وردک خلګ د نظام، حکومت او امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه هر اړخیزه ملاتړ کوی.
همدارنګه نعمت الله محمودی خپل وړاندیزونه د ولایت نوم او مرکز لیږد، بندونو، ولسوالیو سړکونو جوړولو او اداری واحدونو ډیرولو، پوهنتونونو ډیریولو، انرژی او بریښنا، سردخانه او امنیت تامین په برخه کې وړاندیزونه ولسمشر سره شریک کړ.
ولسمشر غنی ددی وړاندیزونو وروسته اطمینان ورکړ چی د هغوی د مشکلاتو او وړاندیزونو څیړلو لپاره یو هیئت و وردک ته واستوی.
ښاغلی غنی د وردک مشرانو څخه وغوښته چی سیمه ایز مستقل ادارو سره هماهنګی کې انکشافی، جامع او خپل هراړخیزه هماهنګی ترتیب او ولسمشریز ماڼۍ سره شریک کړی.
محمد اشرف غنی مرحوم داکتر عبدالوکیل خان ارزښتناکو هڅو ته په اشاره سره د زراعت او باغداری په برخه کې په اشاره سره وویل: وردک د افغانستان سیب لوی تولیدونکې دی او وردک مشرانو ته اطمینان ورکړ چی د هغوی سیب څخه به د امنیتی او دفاعی ځواکونو ګټې اخیستنې لپاره خریداری وکړی.
 
https://avapress.com/vdciquazyt1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته