کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: وسله وال مخالفین نشي کولی چی غور تولک ولسوالۍ ونیسی

17 سنبله 1397 ساعت 9:04

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د غور ولایت د تولک ولسوالۍ وضعیت د قناعت وړ دی او د دولت وسله وال مخالفین نشي کولی دا ولسوالي ونیسي.



د دفاع د وزارت ویاند غفور احمد جاوید په دی اړه وویل:
"د غور تولک ولسوالي به سقوط ونه کړي، جګړه شوې ده خو دا په د ې معنا نه ده چې دا ولسوالي به سقوط وکړي، موږ هلته کافي ځواکونه لروو او خلک باید اندیښنه ونه لري."
ښاغلي جاوید وویل د غور د تولک ولسوالۍ په جګړه کې د دولت وسله والو مخالفینو ته درنه مرګژوبله اوښتې خو نوموړي د وسله والو د تلفاتو د شمیر او افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه څه جزئیات ورنه کړل.
د غور والي تر دې مخکې ویلي وو چې وسله والو د پنجشنبې په ماذدیګر له څو اړخونو پر تولک ولسوالۍ بریدونه پیل کړي او افغان ځواکونه هوايي ملاتړ ته اړتیا لري.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه پورې د غور د تولک ولسوالۍ د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 170276

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170276/دفاع-وزارت-وسله-وال-مخالفین-نشي-کولی-چی-غور-تولک-ولسوالۍ-ونیسی

آوا
  https://www.avapress.com