دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 170277
نیویارک ټایمز: کابل ته د متیس دسفر هدف له طالبانو سره دخبرو پیلول دي
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د دغه سفر ښکاره هدف له طالبانو سره د سولې د خبرو له سره پیلول دي.


د ورځپاڼې په لیکنه له طالبانو سره د امریکا د خبرو هڅې په حقیقت کې د دغه هېواد له پخواني دریځه بدل ښکاري ځکه تېر وخت یې ټینګار کاوه چې له طالبانو سره هر ډول خبرې باید د افغان حکومت له لوري وشي.
د جولای په میاشت کې د اسیا په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس ویلز په یوه نارسمي لیدنه کې په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازیو سره وکتل.
د نیویارک ټایمز په لیکنه د امریکا له نوي دریځ سره سره د دغه هېواد چارواکي ټینګار کوي چې د سولې هر ډول پروسه به د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ مخته یوړل شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې جیم متیس سږ کال یو وار مخکې هم په مارچ میاشت کې کابل ته راغلی و.
نیویارک ټایمز استدلال کوي چې د امریکا دفاع وزیر اوس توانیدلی څو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وهڅوي څو د هغو جمهوري غوښتونکو په وړاندې ودریږي چې له افغانستانه په وتلو ټینګار کوي.
جیم متیس مخکې له دې ویلي و چې په افغانستان کې د خبرو د پیل لپاره ډېره لیوالتیا تر سترګو کیږي. د هغه په خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د امریکا په سفارت کې یو شمېر کارکوونکي یواځې او یواځې د سولې د هڅو د مخته وړلو لپاره زیات کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjayevauqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته