د کندهار ولایت سپرست ویاند عزیز احمد عزیز ازادي راډیو ته وویل چې پېښه نن سهار وختي د کندهار – هرات پر لویه لار د ژړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې رامنځته شوې.
د عزیز په وینا د احمد شاه ابدالي شرکت اړوند یو ۴۰۴ بس موټر چې له هلمند څخه کابل ته پر لاره وو د یوه مازدا موټر سره ټکر کړی چې په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵کسان مړه شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.
عزیز زیاتوي چې په مړو شوو کسانو کې درې ښځې او درې کوچنیان او په ټپیانو کې درې ښځې او یو کوچنی شامل دي.
د پېښي مړي او ټپیان د کندهار میرویس روغتون ته انتقال شوي او د یو شمېر ټپیانو حالت نازک ښودل شوي.
د پېښي علت یو ځل بیا د موټر چلونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښول شوی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)