کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د ولسمشر غني تازه څرګندونې

17 سنبله 1397 ساعت 10:57

ولسمشر محمد اشرف غني وایي په افغانستان کې روانې جګړې د افغانستان د خلکو او اساسي قانون په مقابل کې جنګ دی.



نوموړی دغه څرګندونې د علماوو، متنفذینو او ځوانانو په شمول د کابل ښار د لویدیځې خوا له بېلابېلو اقشارو سره د کتنې پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړه”دلته باید دا وضاحت موجود وي چې د افغانستان ملي امنیت له یو سترې توطیې او ګواښ سره مخ دی او د کابل د لویدیځې خوا مسئله دغه خبره ثابتوي. هغه زیاته کړه، اوسنی جنګ زموږ د خلکو او اساسي قانون په مقابل کې جنګ دی. “
ولسمشر غني وویل، په دې برخه کې اخیستل شوي ګامونه کافي نه دي او لارښوونه مې کړې ده چې د کابل د لویدیځې خوا په ګډون دې کابل په څلورو امنیتي زونونو وویشل شي چې دا مهال د امنیتي همغږۍ مرکز د کابل په لویدیځه برخه کې فعال دی چې راتلونکي کې به په اساسي امنیتي مرکز بدل شي.
ولسمشر غني د زونونو په چوکاټ کې د امنیتي تطبیقي پلان پر ترتیب ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د خلکو په وړاندیز دې ولسي امنیتي ګډه کمیټه جوړه شي او د سرقومندانۍ تر کچې دې د راپور ورکولو او څارنې میکانیزم رامنځته شي.
هغه د ویناوالو د دغه وړاندیز په اړه چې ځينو جوماتونو او تکیه خانو ته دې وسلې وویشل شي، اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د دغې غوښتنې عملي لارې چارې دې له هره اړخه و ارزول شي او هم دې د امنیتي اخلال د مخنیوي په غرض د جوماتونو د ساتونکو څخه د څارنې پر میتود کار وشي.
ولسمشر غني اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې له ولسي بنسټونو سره په همغږۍ دې د امنیتي طرحې پر پیاوړتیا کار وکړي او د دغې طرحې د انکشاف په خاطر دې وروسته جمهوري ریاست ته وسپاري.
جمهوررئیس د کابل د لویدیځې برخې له مشرانو او متنفذینو غوښتل چې په خپلې طرحه کې دې خپلې غوښتنې او لومړیتوبونه په څرګنده توګه په پام کې ونیسي او راتلونکو ناستو کې دې وړاندې کړي.
 


د مطلب کود: 170287

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170287/په-افغانستان-کې-د-روانې-جګړې-اړه-ولسمشر-غني-تازه-څرګندونې

آوا
  https://www.avapress.com