کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان ولایت کې وسله وال طالبان د خپل ماین ښکار شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 سنبله 1397 ساعت 11:44

په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالی په مربوطاتو کې درې وسله وال طالبان د خپل ماین ښکار شول.



سرچینه زیاتوي، چې د علیشنګ ولسوالی په ګردی سالاو سیمه کې درې وسلوال طالبان هغه وخت ووژل شول ، چې غوښتل يې يو ماین ځای پر ځای کړي.
د سیلاب قول اردو په وینا، په وژل شویو کې د حمید الله مشهورپه باور ، خالد او رفیع الله په نومونو د طالبان درې وسله وال شامل دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي چې د ۲۰۱۸ د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰ نېټې پورې ۱۶۹۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي، چې  د دولت ضد عناصرو له خوا په بریدونو کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو کارونه د ملکي تلفاتو مخکښ لامل ګڼل کېږي.
د یوناما په وینا، د دولت ضد عناصرو له خوا د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو فشاري توکو روانې بې توپیره او ناقانونه کارونې ۳۱۴ ملکي تلفات (۱۱۴ مړینې او ۲۰۰ ټپیان)  اړولي، چې زیاتره یې طالبانو ته منسوب شوي.
 


د مطلب کود: 170294

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170294/په-لغمان-ولایت-کې-وسله-وال-طالبان-د-خپل-ماین-ښکار-شول

آوا
  https://www.avapress.com