دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 170301
روسیه او ملګري ملتونه د افغانستان امنیتي وضعیت اندښمن کړي
ملګري ملتونه او روسیې د افغانستان روان امنیتي وضعیت په تړاو انديښنه ښودلې ده.

روسيې د افغانستان د امنيتي حالت په اړه له اندېښنې ښودلو سره - سره د افغان ځواکونو ميړانه ستايلې ده.
روسيې دا هم ويلې چې افغان ملي امنيتي ځواکونو په تيرو څو اونيو کې د ترهګرو پر ضد په ميړاني سره عمليات تر سره کړي او د دوی پر ضد جنګېدلي دي.
ماريا زاخروا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا فغانستان امنيتي حالت د اندېښنې وړ بللی دی او دا يې هم ويلي چې نړيواله ټولنه هم د افغانستان د امنيتي حالت په اړه اندېښنه لري.
مخکې تر دې هم روسيې د افغانستان په شمال کې د طالبانو په شمول د داعش ډلي د فعاليتونو په اړه اندېښنه ښودلي وه او د ترهګرو د مخنيوي په موخه يې د افغانستان پر پوله د امنيتي ګزمو او فعاليتو پر زياتېدلو ټينګار کړی وو.
له همدې سره سم، ملګرو ملتونو هم د افغانستان روان وضعیت په تړاو اندیښنه ښودلې ده.
ملګرو ملتونو د افغانستان د امنيتي حالت په اړه اندېښنه ښودلي ده او له افغانستان سره يې ژر تر ژره د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.
دې سازمان ويلي چې اوس هم په افغانستان کې د نا امنۍ، فقر او بيکارۍ په کچه کې کموالی نه دی راغلی.
دې سازمان دا هم ويلي چې اوس مهال څلور ميليونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو سازمان دا هم ويلي چې د غريبۍ، بيکارۍ او وچکالۍ له امله اته ميليونه نور کسان هم بشري مرستو ته اړتيا لري.
 
https://avapress.com/vdchvvnzz23nqxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته