دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 170306
د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو پوځي کمېسیون مسئول له خپل ملګرو سره ووژل شو
د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو پوځي کمېسیون مسئول مولوي حمید الله له خپل ۶ ملګرو یو ځای وژل شوی او ۳ نور وسله وال ټپيان شوي دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ارګو ولسوالی په ده مګسی سیمه کې د خنجر (۱۴) عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو پوځي کمېسیون مسئول مولوي حمید الله په ګډون ۷ وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې درې وسله وال ټپیان هم شوي او د وسله والو د ځپلو په موخه پوځي عملیات دوام لري.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بدخشان د افغانستان په شمال ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د بدخشان ولایت  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxxqse2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته