د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو پوځي کمېسیون مسئول مولوي حمید الله له خپل ۶ ملګرو یو ځای وژل شوی او ۳ نور وسله وال ټپيان شوي دي.
د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو پوځي کمېسیون مسئول له خپل ملګرو سره ووژل شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 سنبله 1397 ساعت 13:14
د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو پوځي کمېسیون مسئول مولوي حمید الله له خپل ۶ ملګرو یو ځای وژل شوی او ۳ نور وسله وال ټپيان شوي دي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ارګو ولسوالی په ده مګسی سیمه کې د خنجر (۱۴) عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو پوځي کمېسیون مسئول مولوي حمید الله په ګډون ۷ وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې درې وسله وال ټپیان هم شوي او د وسله والو د ځپلو په موخه پوځي عملیات دوام لري.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بدخشان د افغانستان په شمال ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د بدخشان ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
د مطلب کود: 170306