دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 170322
ټاکنو خپلواک کمیسیون وایی چی ۷۸ زره تکراری تذکرې پیژندلی دی
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیې ورکوونکو د ۷۸ زرو تکراري تذکرو خبره کوي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د څلورنیم میلیونو کسانو له ډلې چې مشخصات یې په ډيتابیسټ کې ثبت شوي، ۷۸ زره تذکرې تکراري پېژندل شوي دي.
د دغه کمېسیون ویاند او کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي په دی اړه وویل، د ډيټابیسټ په وسيله څېړنې به د روانې میلادي میاشتې تر پایه دوام ومومي او د څېړنو تر ختمېدو وروسته به، له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.
ښاغلی هاشمي وايي، دغه ۷۸ زره تکراري تذکرې د رأیې ورکوونکو له لېسته لېرې شوې دي.

دی زیاتوي:
"په لومړي سر کې دغه کسان له لېسته لېرې کېږي او په هېڅ صورت انتخاباتو کې رأیه نشي ورکولی او دوهمه مسئله داده چې کومو کسانو د قانون خلاف عمل ترسره کړی، ورسره به قانوني چلند وشي، دا مسئله جرم او تقلب دی، کله چې مونږ لېست اعلانوو، نو ټول جعلي او ناقص موارد به یوځای اعلانېږي."
د ښاغلي هاشمي په خبره، د نهو میلیونو کسانو له ډلې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره یې نوم لیکنه کړې، تراوسه د څلورنیم میلینونو کسانو مشخصات د کمېسیون په ډيټابیست کې ثبت شوي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له دغه سیسټمه په ګټې اخیستنې به، د نهو میلیونو راجستر شویو رأیو ورکوونکو نیمګړتیاوې وپېژندل شي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف تېره اوونۍ نېږدې یو لک هغه جعلي تذکرې چې پرې انتخاباتي سټیکرونه لګیلېدلي وو، له رسنیو سره شریکې کړې.
له هغه وروسته د افغانستان جمهوري ریاست بیا د دغې ستونزې د هواري لپاره یو پلاوی وګماره چې د پلاوي په تشکیل کې امنیتي ادارې، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د نفوسو د احوال د ثبت اداره شامله دي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې د دغه پلاوي لومړنۍ غونډه شوې او کار په چټکۍ سره پر مخ ځي.
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې انتخابات د روان لمریز کال د میزان په ۲۸ مه ترسره شي.
https://avapress.com/vdcauwn6u49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته