دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 170323
د کابل په دشت برچي سیمه کې د غبرګو چاودنو په اړه د ناټو ملکي استازي غبرګون
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کورنیلیوس زیمرمن د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د غبرګو بریدونو په اړه عکس العمل وښود.

په کابل کې د ناټو د ملکي استازي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د ناټو ملکي استازي کورنیلیوس زیمرمن د کابل په لودیځ کې پر له پسې بریدونه په کلکه غندي چې له امله یې د وزرشکانو، خبریالانو او ملکي وګړو په ګډون یو شمېر کسان خپل ژوند لاسه ورکړ.
ښاغلي زیمرمن د دې پيښې د قربانیو له کورنیو سره یې خپله ډاډګیرنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې ناټو به یې له ترهګرو سره په مبارزه کې او د تلپاتې سولې د راوستلو په موخه د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي په کابل ښار کې د تیرې چهارشنبې په غبرګو چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۶ تنو ته پورت شوی او شاوخوا ۹۱ کسان ټپیان دي.
لومړی چاودنه د چهارشنبې په ماښام شاوخوا ۶ بجې د میوند په نوم په یوه ورزشي کلب کې هغه وخت وشوه چې یوه ځانمرګي بریدګر کلب ته ننوت او په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه.
دوهمه چاودنه شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته  هغه مهال رامنځته شوه کله چې خلک او امبولانسونه د ټپیانو د ژغورنې لپاره کلب ته څېرمه راغونډ شوي ول
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5gb8frhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته