دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 170324
میدان وردګ ولایتی شورا: د دغه ولایت ۲ ولسوالۍ محاصره دي
د میدان وردګ ولایتي شورا او مدني فعالان وایي چې د دغه ولایت ۲ ولسوالۍ له امنیتي ګواښ سره مخ دي.


دوی وایي، د دغه ولایت جغتو او دایمیرداد ولسوالۍ وسله والو طالبانو له ډېرې مودې راهیسې محاصره کړي، خو امنیتي چارواکي ورته لاس تر زنې ناست دي.
د میدان وردګ امنیتي مسؤلین هم دغه اندېښنې مني، خو وايي چې د خلاصون لپاره یې د عملیاتو پلانونه لري.
 
https://avapress.com/vdccixqs02bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته