دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 170326
سولې عالی شورا یو پلاوی پاکستان ته سفر کوی
د سولې د عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم وايي، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره د دوی او امریکا هڅې په پوره همغږۍ ترسره کېږي.


ښاغلي سلیم په دی اړه آزادی راډیو ته ویلي چی دوی دا هلې ځلې څاري او هیله مند دي چې پر پاکستان به د افغانستان د متحدانو په ځانګړي ډول د امریکا فشارونه مثبته پایله ولري.

"زه فکر کوم چې د نړیوالو دوستانو لخوا چې زموږ له ګاوندي هېواد سره کومې خبرې شوي، هیله بخښونکي دي په دې شرط چې ګاوندی هېواد د پخوا په شان معامله ونه کړي او له افغان دولت او زموږ له نړیوالو متحدانو سره صادقانه ګامونه واخلي، هغه اغېز او امکاناتو ته په پام چې ګاونډی هېواد يې د افغان دولت پر مخالفینو لري، هیله مند یم چې د بین الافغاني خبرو بهیر به پیل شي."
د سولې د عالي شورا مرستیال وویل ټاکل شوې ده چې د دوی یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړوند له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
خو د عطا الرحمن سلیم په خبره تر اوسه د دې غونډې نېټه نه ده ټاکل شوې او دسولې شورا د پاکستان ځواب ته منتظر ده.
د سولې د عالي شورا مرستیال وویل د دولت د وسله والو مخالفینو له ځینو کړیو سره هم تماسونه لري خو نوموړي د دې تماسونو د څرنګوالي په اړه جزئیات ورنه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو له خپل لوري د افغانستان د سولې لپاره اقدامات او ډیپلوماتیک تماسونه زیات کړي دي.
په دې لړ کې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس پرون په کابل کې له افغان ولسمشر او اجرائیه رئيس سره وکتل او د جمهوري ریاست په وینا د دې خبرو تمرکز د سولې پر پروسه و.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته پر لاره د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي سلاکار په توګه د زلمی خلیلزاد ټاکل کېدو ته په اشاره وویل چې خلیلزاد به د افغانستان د سولې په مسله کې د واشنګټن په استازیتوب مخکښ رول ولوبوي.
https://avapress.com/vdcew78zpjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته