کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنیتي ارګانونه مکلف دي چې د اوسېدونکو د امنیت په ټینګښت کې تدابیر ونیسی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 سنبله 1397 ساعت 17:00

سوله او امنیت د ټولو هېوادوالو غوښتنه ده؛ خو له بده مرغه د هېواد په بېلا بېلو سیمو او په ځانګړې توګه د کابل په لویدیځ کې د ترهګرو پرله پسې خونړیو پیښو، انساني ناورین رامینځ ته کړ


د مشرانوجرګې رئیس په خپلې پرانیستې وینا کې د دوبنیو تعطیلاتو وروسته د سناتورانو بیا ځلي ګډون ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه چې اړوند کمېسیونونه دي د نن ورځې په ناسته کې خپل کاري پلانونه ترتیب او د روان تقنیني کال په اوږدو کې دي د یادو پلانونو پر بنسټ عمل وکړي او زیاته یې کړه سره له دې چې سوله او امنیت د ټولو هېوادوالو غوښتنه ده؛ خو له بده مرغه  د هېواد په بېلا بېلو سیمو او په ځانګړې توګه د کابل په لویدیځ کې د ترهګرو پرله پسې خونړیو پیښو، انساني ناورین رامینځ ته کړ چې له امله يي  د میوند په ورزشي کلپ کې د یو شمېر ورزشکارانو په ګډون د طلوع تلویزیون د دوو کارکوونکو شهادت يي په خواشینۍ سره یاد کړ.
د مجلس رئیس د هېوادوالو په یووالی د ټینګار ترڅنګ د وروستیو پیښو شهیدانو ته دعا وکړه او ویې ویل، امنیتي ارګانونه مکلف دي چې د اوسېدونکو د امنیت په ټینګښت کې تدابیر ونیسی او د ټپیانو په درملنه کې دي روغتیایي چارواکي اړینې کړني ترسره کړي.
همدا راز په غونډه کې یو شمېر سناتورانو د شهیدانو اونۍ او د هېواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت د اوولسمې کلیزې څخه د لمانځنې په اړه وویل، چې د دې ورځې په لمانځنه کې باید د دیني لارښوونو او د هیواد له قوانینو سره سم کړنې وشي اوچاته اجازه ورنکړل شي چې عامه نظم ګډوډ کړي او حکومت هم مکلف دی چې د شهیدانو اونۍ او عاشورا د ورځو د مراسمو د امنیت په ټینګښت کې لازم امنیتي تدابیر ونیسي.
17-Sunbola97-JAL2.JPG

دغه راز سناتورانو په هېواد کې د غور، غزنی، فراه او ځینو نورو ولایتونو امنیتي وضعیت ناوړه وګاڼه او ویې ویل، د هېواد وحشي دښمن د کابل په لوېدیځ کې د استوګنې سیمو کې د سیستماتیکو تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره غواړي د هېوادوالو تر منځ نفاق اوتو کمیز اختلاف رامنځ ته کړي؛ خودښمنان به هېڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي؛ ځکه د هېواد وړونه ولسونه د د ښمنانو د ناپاکو اهدافو څخه ښه پوهاوی لري او اړتیا شته چې د ویره اچوونکو پر وړاندې په قوي ارادې سره جدي مبارزه وشي ځکه نور د خلکو صبر او حوصله پای ته رسېدلې او امنیتي چارواکي د هېوادوالو د امنیت په ساتلوکې مکلفیت لري،یادچارواکي دي یا د خلکو امنیت ونیسی او یا دي هم له خپلودندو لاس په سر شي او خلک دي نه اړباسي چې په خپله وسلو ته لاس کړي اوپه دي سره به  د هېواد حالات نورهم  کړکېچن شي.
همداراز د مجلس غړو د خپلو خبرو په ترځ کي وویل، د امنیتي مناسبې طرحې د وړاندې کولو، د کابل- واشنګټن او کابل- ناټو تر منځ د امنیتي تړونونو د پلي کېدو په هکله باید د ملي یووالي حکومت د مشرانو او د ملي امنیت له شورا سره بشپړ او اوږده  بحثونه ترسره شي او که چیری امریکا او ناټو نه شي کولای؛ یا نه غواړي د اړوندو امنیتي تړونونو مندرجات پلي کړي؛ باید په دي اړوند بیا ځلې هر اړخیزه کتنه وشي.
د فضل هادي مسلم یارسفر چین ته اود یاد سفر له لاسته راوړنو څخه یادوونه، د افغانستان او آسیا د جنوب پر وړاندې د ډونالد ټرامپ د امنیتي ستراتیژی نه بریالیتوب، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په مهال د لغمان په ولایت کې د یوولسو ملکي وګړو د شهادت د علتونو او لاملونو په څیړنه ټینګار، په ارګ کې د واکونوپه تمرکزنیوکه او ځینې نور مسایل هم مطرح شول.
د غونډې په پای کې د مشرانوجرګې رئیس یو ځل بیا د هېواد امنیتي وضعیت ته اشاره وکړه او د اندېښنې وړ یې وګاڼه او څرګنده یې کړه چې د رئیسانو د کمېټې په غونډه کې به د هېواد د امنیتي سکتورله مشرتابه سره په دي اړه  بحث او خبرې وکړي.
17-Sunbola97-JAL3.JPG

د مجلس رئیس د شهیدانو اونۍ او د هېواد د ملي اتل د شهادت د اوولسمې کلیزې د رارسېدو له امله د شهیدانو کورنیو ته  ډاډګېرنه ورکړه او د امنیتي ځواکونو یې وغوښتل چې د دې ورځې د غوره  لمانځنې په خاطر اړین تدبیرونه ونیسي او زیاته یې کړه چې اړتیا شته د شهیدانو اونۍ مراسم دي د دیني لارښوونو سره سم ونمانځل شي او ټولو شهیدانو او د دوی پاکو هیلو ته درناوی وشي؛ نه دا چې ځینې خلک په غیر قانوني کړنو سره خلکو ته ستونزې وزېږوي او د بې نظمیو د رامنځ ته کیدو په صورت کې، باید امنیتي ځواکونه د سرغړونکو مخه ډپ کړي او هر هغه څوک چې په ګډودۍلاس پورې کوي، باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
 


د مطلب کود: 170336

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170336/امنیتي-ارګانونه-مکلف-دي-چې-د-اوسېدونکو-امنیت-په-ټینګښت-کې-تدابیر-ونیسی

آوا
  https://www.avapress.com