دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 170339
د افغانستان له هوایي ځواکونو سره د امریکا نوې نظامي مرستې ته خوشبیني!
د افغانستان دفاع وزارت د امریکا له دغه اقدامه چې د افغانستان له هوايي ځواکونو سره مرسته کوي، ستايي او د هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره يې مهمه ګڼي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې جنګ زور اخیستی، دفاع وزارت وايي، د افغانستان له هوايي ځواکونو سره د امریکا نوې مرستې به افغان ځواکونه جدي او تهاجمي کړي.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغانستان تل د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د ښاغلي جاوید په خبره، دغه پوځي مرستې چې ارزښت یې کابو دوه میلیاردو ډالرو ته رسېږي، د پام وړ دي او د افغانستان د هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره ښه اقدام دی.

دی زیاتوي:
"امنتیي څلورکلن پلان ته په پام سره، دغه مرستې ډېرې مهمې دي، په ځانګړې توګه په هوايي برخه کې، د امریکا په دغو مرستو به د افغان هوايي ځواک ظرفیتونه لوړ او د جګړې په ډګر کې به یې موثریت ښه وي، موږ دغو مرستو ته خوشبین یوو او هیله مند یوو چې ځواکونه مو په خپلو پښو ودرېږي."
پنتاګون یا د امریکا د فاع وزارت د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا او تجهیزولو په مقصد یې د یو اعشاریه نهه میلیاردو ډالرو په ارزښت، له یوې امریکايي کمپنۍ "سیرانیو ادا کورپ" سره تړون لاسلیک کړی دی.
په دغه اعلامیه کې راغلي چې دغه کمپنۍ به په دې برخه کې خپل کارونه د جورجیا په هوايي اډه او د کابل، کندهار او مزار شریف په هوايي ډګرونو کې پرمخ وړي او تر۲۰۲۴ میلادي کال پورې به ېې پای ته ورسوي.
افغان چارواکو او په افغانستان کې د غوڅ ماموریت مسؤلینو مخکې له دې ویلي چې د پوځي الوتکو په ګډون به ډېری تجهیزات افغان هوايي ځواکونو ته ورکړل شي او د څلورکلن امنیتي پلان په چوکاټ کې به دغه ځواکونه درې برابره زیات شي.
په ورته وخت کې د پوځي چارو ځیني پوهان وايي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه نړیوالو اساسي مرستو ته اړتیا لري.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipuaz3t1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته