دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 170349
د تاپي پروژې کار بې پاملرنې پاتې شوی
د سوداګرۍ خونه وایي، د تاپي پروژې عملي کار سم نه پلی کیږي او حکومت د دې پروژې په تړاو پوره پاملرنه نده کړې او کار یې پڅ روان دی.

په افغانستان کې د تاپي پروژې د کار شپږ میاشتې تېریږي؛ خو باور دا دی، چې د دې پروژې په اړه لږ پرمختګ شوی دی.
د سوداګرۍ خونه وایي، ک څه هم حکومت د تاپي پروژې د پراختیا لپاره کار کړی؛ خو دا پروګرام تر اوسه د قناعت وړ نه و او پرمختګ نه لیدل کیږي.
د سوداګرۍ خونې تخنیکي مرستیال شفیق الله عطایي وایي؛ د چټک کار نکولو یو لامل امنیتي وضعیت دی. یعنې هومره کار، چې باید شوی وای نه دی تر سره شوي او د عمل برنامه یې د لیدلو وړ نده.          
د کانونو او پترولیم وزارت وایي، په پروژه کې پرمختګ شوی او دولس سوه کسان په کې په مستقیم ډول کار کوي او درې زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول کارونه پیدا شوي او د ۵ ولایتونو په دوه ویشتو ولسوالیو کې کارونه په عادي ډول روان ساتل شوي دي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي، چې د تخنیکي او اقتصادي برخو ترڅنګ د جوړونې پر پروژو یې کار د پلان له مخې روان دی.       
د پوهنتون استاد جلال الدین هشام وایي: دا پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې سبب کیدی شي.
د تاپي پروژه له افغانستان څخه تېریږي او د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته لیږدوي.
د معلوماتو له مخې؛ افغانستان له دې پروژې څخه د ګټې اخیستنې تر څنګ د ترانزیت له اړخه هم په کال کې څلور سوه میلیون دالر تر لاسه کوي.
 
سرچينه : Ariana News
https://avapress.com/vdcjxyevhuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته