ویل کیږی، پروان کې یوه ځوان په خطايۍ سره خپله مور په ډزو وژلې ده.
پروان ولایت کې یو ځوان خپل مور په ډزو وژلي
18 سنبله 1397 ساعت 8:53
ویل کیږی، پروان کې یوه ځوان په خطايۍ سره خپله مور په ډزو وژلې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مرستیال مدیر فراها هاشمي نن ورځ په دی اړه رسینو ته وویل، دغه پېښه پرون ولایت د سیدخېل ولسوالۍ د خانجان خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
هغوی زیاتوی، د پروان د سیدخېل ولسوالې کې د دوه کورنیو د اوبو د نوبت پر سر لفظي شخړه کړې وه.
دویی وایی، چې ځوان د تومانچې په ډزو سره چې هدف یې بل څوک و خپله مور ویشتلې او وژلې ده.
د مطلب کود: 170369