خوښ ديک ۰

کابل نوی امنیه قوماندان وټاکل شو

د ملي پولیسو د ځانګړي قطعې پخواني قوماندان جنرال سید محمد روشندل د کابل د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
کابل نوی امنیه قوماندان وټاکل شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت عالي مقام په منظورۍ لوی پاسوال سید محمد روشندل د ۱۰۱ اسمایي زون د قوماندان په توګه ګمارل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې جنرال روشندل د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک له خوا د کابل امنیه قوماندانی منسوبینو ته ور وپیژندل شو.
جنرال روشندل تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معینیت د رئیس ارکان په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
 
یکشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود: 170375 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *