د ملي پولیسو د ځانګړي قطعې پخواني قوماندان جنرال سید محمد روشندل د کابل د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
کابل نوی امنیه قوماندان وټاکل شو
18 سنبله 1397 ساعت 10:13
د ملي پولیسو د ځانګړي قطعې پخواني قوماندان جنرال سید محمد روشندل د کابل د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت عالي مقام په منظورۍ لوی پاسوال سید محمد روشندل د ۱۰۱ اسمایي زون د قوماندان په توګه ګمارل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې جنرال روشندل د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک له خوا د کابل امنیه قوماندانی منسوبینو ته ور وپیژندل شو.
جنرال روشندل تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معینیت د رئیس ارکان په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
د مطلب کود: 170375