خوښ ديک ۰

چارواکي: ۲۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه په مرکزي بغلان کې وژل شوي

راپورونه وایي، د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او شپږ تنه ټپیان دي.
چارواکي: ۲۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه په مرکزي بغلان کې وژل شوي
د بغلان د ولایتي شورا مشر صفدر محسني ازادي راډیو ته وویل چې دغه بریدونه په تېرو دوو ورځو کې د یادې ولسوالۍ پر شاوخوا لسو امنیتي قرارګاوو شوي دي.

ښاغلي محسني د شنبې د ورځې په بریدونو کې د امنیتي قرارګاه د سقوط په اړه وویل:

"تېره شپه طالبانو پر یوې امنیتي قرارګاه برید وکړ او پاتې نورو امنیتي مرکزونه هم له سیمې وتلي دي. د مرکزي بغلان وضعیت د اندیښنې وړ دی. همدا اوس امنیتي قطعات د ولسوالۍ مرکز ته راغلي دي."

که څه هم د بغلان د ولایتي شورا مشر د یو شمېر نورو امنیتي مرکزونو د محاصرې خبره کوي او وایي، که بیړنۍ مرستې ور ونه رسېږي هغه به هم د طالبانو لاس ته ورشي، خو د ډېرو هڅو سره-سره د بغلان ځایي چارواکو او امنیتي مسوولینو تراوسه رسماً په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
یکشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود: 170379 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *