راپورونه وایي، د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او شپږ تنه ټپیان دي.
چارواکي: ۲۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه په مرکزي بغلان کې وژل شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 سنبله 1397 ساعت 11:37
راپورونه وایي، د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او شپږ تنه ټپیان دي.
د بغلان د ولایتي شورا مشر صفدر محسني ازادي راډیو ته وویل چې دغه بریدونه په تېرو دوو ورځو کې د یادې ولسوالۍ پر شاوخوا لسو امنیتي قرارګاوو شوي دي.
ښاغلي محسني د شنبې د ورځې په بریدونو کې د امنیتي قرارګاه د سقوط په اړه وویل:
"تېره شپه طالبانو پر یوې امنیتي قرارګاه برید وکړ او پاتې نورو امنیتي مرکزونه هم له سیمې وتلي دي. د مرکزي بغلان وضعیت د اندیښنې وړ دی. همدا اوس امنیتي قطعات د ولسوالۍ مرکز ته راغلي دي."
که څه هم د بغلان د ولایتي شورا مشر د یو شمېر نورو امنیتي مرکزونو د محاصرې خبره کوي او وایي، که بیړنۍ مرستې ور ونه رسېږي هغه به هم د طالبانو لاس ته ورشي، خو د ډېرو هڅو سره-سره د بغلان ځایي چارواکو او امنیتي مسوولینو تراوسه رسماً پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د مطلب کود: 170379