کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دایمیرداد امنیه قومندان له لسو سرتیرو سره وژل شوی

18 سنبله 1397 ساعت 13:14

د میدان وردک ولایت چارواکي وايي، چې تیره شپه پر دایمیرداد ولسوالۍ باندې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د ډله‌ییز برید په نتیجه کې، د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان ساتنمن سید یونس حُسیني له لسو امنیتي سرتیرو سره وژل شوی دی.



د دغو چارواکو پر وینا اوس هم په دایمیرداد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د میدان وردک د والي ویاند عبدالرحمن منګل د صدای افغان خبری آژانس، ته وویل "تیره شپه ناوخته طالبانو د دایمیرداد ولسوالۍ پر مرکز ډله‌ییز برید وکړ، چې په نتیجه کې یې د دایمیرداد ولسوالۍ امنیه قوماندان شهید شوی او د اردو او پولیسو شاوخوا لس سرتیري هم وژل شوي دي".
هغه زیاته کړه، چې نن سهار تازه دمي مرستندویه ځواکونه سیمې ته رسیدلي او د دولت د وسله‌والو مخالفینو پر ضد په عملیاتو بوخت دي.
خو د میدان وردک ولایتي شورا غړي وايي، چې لا هم د دایمیرداد د ولسوالۍ پر ودانۍ باندې د طالبانو برید دوام لري او که تازه دمي ځواکونه ونرسیږي، ولسوالۍ به سقوط وکړي.
د میدان وردک د ولایتي شورا غړي احمد جعفري امریکا غږ – آشنا ته وویل "د دایمیرداد ولسوالۍ د مرکز اړوند ټولو امنیتي پوستو سقوط کړی او زیات شمیر افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او د پوځي مرستو د نه رسیدلو په صورت کې به ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په لاس سقوط وکړي".
خو د میدان وردک د والي ویاند وايي، چې د دایمیرداد ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخ نه ده او د تازه دمو ځواکونو عملیات په کې دوام لري.
د هغه پر وینا، په دغو ۲۴ ساعته نښتو کې شاوخوا ۵۰ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دایمیرداد د میدان وردک نسبتاً ناامنه ولسوالۍ ده، چې وسله‌وال طالبان په کې پراخ حضور لري.
 


د مطلب کود: 170383

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170383/د-دایمیرداد-امنیه-قومندان-له-لسو-سرتیرو-سره-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com