دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۲
د مطلب کود : 170405
محمد محقق: حکومت ټاکنې خپل په ګټه مهندسی کوی
په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو جوړېدو ته ۴۰ ورځې پاتې دي، لا هم د انتخاباتو په اړه د سیاسي مشرانو ترمنځ د نظر جدي اختلاف موجود دی.

د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۸» د شهید اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د انتخاباتو په تړاو پر حکومت جدي انتقادونه وکړل.
د ښاغلي محقق په خبره حکومت د انتخاباتو د مهندسۍ په لټه کې دی او زیاته‌یې کړه چې له بایو مټریک سیستم پرته انتخابات دوی ته د منلو نه‌دي.
نوموړي زیاته کړه:
"انتخابات ښه دي موږ یې منو، خو په دې شرط چې شفاف او بایو مټریک شوي وي، داسې انتخابات چې هر څوک یو پنډ تذکرې له ځان سره راوړي او بیا ورته د کارونې لپاره زمینه مساعده شي داسې انتخابات د منلو نه‌دي."

د ښاغلي محقق په خبره حکومت د انتخاباتو په تړاو د سیاسي ګوندونو غوښتنې نه‌مني او هڅه کوي چې ګوندونه څنډې ته کړي.
د انتخاباتي نظام بدلون، په انتخاباتو کې له بایو مټریک ټکنالوژۍ نه استفاده او له ټولو انتخاباتي پروسو د ګوندونو څارنه د سیاسي ګوندونو مهمې غوښتنې دي.
که څه هم حکومت یوې کمېټې ته دنده سپارلې چې د ګوندونو د طرحو د عملي کېدو لپاره لارې چارې ولټوي، خو یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي چې په دغه کمېټې هم باور نه‌لري.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش بیا د شهیدانو د اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې حکومت ته متوجې ځیني انقادونه بې‌بنسټه وبلل.
د ښاغلي دانش په خبره حکومت د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو اراده لري او د ملي مسایلو په اړه غیر مسؤلانه څرګندونې خلکو ته له ناهیلۍ پرته بله ګټه نه‌لري.

پخواني جهادي مشر عبدرب رسول سیاف هم یادې غونډې ته په خپلو خبرو کې د انتخاباتو په اړه وویل:
​"موږ په افغانستان کې د واک د انتقال لپاره له انتخاباتو پرته بله لار نه‌لرو او موږ نه‌شو کولای چې افغانستان ۱۷ کاله شاته بوځو، هېڅ‌څوک په هېڅ پلمې نه‌شي کولای انتخابات وځنډوي، خو په ورته وخت کې موږ داسې شفاف انتخابات غواړو چې د دغه ملت ابرو په ځای شي."
د ښاغلي سیاف په خبره که څه هم په تېرو انتخاباتو کې ستونزو او درغلیو خلک په دغه ملي پروسې بې‌باوره کړي، خو په راتلونکو انتخاباتو کې شفافیت د باور د رامنځته کېدو او دغه‌شان د ثبات د ټینګښت لپاره مهم دی.
 
https://avapress.com/vdccxxqsp2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته