کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله کابل ښار کې سنبلې په ۱۸ مه هوایی ډزې او خپل سرې کړنې غندلي

18 سنبله 1397 ساعت 17:07

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په کابل کې د سنبلې په ۱۸مه په ښار کې هوايي ډزې او خپل‌سرې کړنې وغندلې.



د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، هر ډول احساسات او کړنې چې د احمد شاه مسعود د قدردانۍ په ورځ عام ولس او خلک نارامه کوي، د خواشینۍ وړ دي.
عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۸» د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د ۱۷م تلین په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وینا کوله، وویل چې دا ډول حرکات د احمد شاه مسعود د ترور په معنی دي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:
"نن ورځ خواشینی یم، له بده مرغه هر ډول احساسات په هر دلیل چې وي، د امر صاحب په نامه، موږ د هغه شخصيت ترور کوو، د امر صاحب دوهم ترور دی، په دې نامه چې موږ د امر صاحب قدرداني کوو او خلک نا ارامه شول، د هغه ترور دی."
د احمد شاه مسعود د تلین د لمانځلو په مناسبت نن په کابل ښار کې چې امنیتي تدابیر هم نیول شوي وو، یو شمېر خپل‌سرو وسله‌والو په ښار کې پوځي مانور ته ورته حرکتونه ترسره کړل.
مظاهره کوونکو چې په رنګ کړو موټرو کې سپاره وو او د مجاهدینو د حکومت بیرغونه‌یې هم له ځانه سره لېږدول، هوايي ډزې کولې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ویاند په خبره، په دغو هوايي ډزو کې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.
احمد شاه مسعود له نن نه شااوخوا ۱۷ کاله مخکې د تخار په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د دوو عربانو له لوري چې ظاهراً یې ځانونه خبریالان معرفي کړي وو، په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول.
هڅه مو وکړه چې په دغه ورځ په ښار کې د دا شان حرکتونو او هوايي ډزو په اړه د کورنیو چارو وزارت، د کابل امنیه قومندانۍ او کابل ګارنېزیون نظرونه هم راواخلو، خو هېڅ‌چا هم زموږ اړیکه ځواب نه‌کړه.
په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په ښار کې دا شان حرکتونه او خپل‌سرۍ د اندېښنې وړ بولي.
 


د مطلب کود: 170406

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170406/اجرائیه-رئیس-عبدالله-کابل-ښار-کې-سنبلې-په-۱۸-مه-هوایی-ډزې-او-خپل-سرې-کړنې-غندلي

آوا
  https://www.avapress.com