کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې هوایی ډزو په تړاو ۱۱۰ کسان نیول شوي

19 سنبله 1397 ساعت 9:54

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه شاوخوا ۱۱۰ کسان د هوایي ډزو په تړاو نیول شوي.



د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ میله وسلې او ۲۵ عرادې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
بلخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي د هوایي ډزو په پایله کې شاوخوا ۱۳ ملکي وکړي ټپیان شوي دي.
په یوه جلا پیښه کې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په تایمني سیمه کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې ۷ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې پر موټرسایکل سپاره یوه ځانمرګي بریدکر نن غرمې وروسته شاوخوا ۳ بجې د شهید اونی د لمانځوونکو پر کاروان ځانمرګي برید شوی چې له امله یې ۷ کسان وژل شوي او ۲۴ نور تپیان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د کابل ګارنیزیون قوماندانی تر درې مخکې د احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.
 


د مطلب کود: 170429

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170429/کابل-کې-هوایی-ډزو-په-تړاو-۱۱۰-کسان-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com