دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 170430
ولسمشر غنی افغانستان او پاکستان لپاره برتانیا استازي سره کتلي
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا له ځانګړي استازي ګاربرت بیلي سره په ارګ ماڼی کې وکتل.

د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني او ښاغلي بیلي د یو لړ مهمو مسایلو په اړه بحث او خبرې کړي.
د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې راغلي ”د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیې ځانګړی استازی ګاربت بیلي په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې په پیل کې ښاغلي بیلي جمهور رئیس غني او د افغانستان خلکو ته د خپل هېواد د رهبرۍ نېکې هیلې وړاندې کړې.
د ارګ ماڼی له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول د سولې او امنیت، ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې، پاکستان سره د سولې د مذاکراتو او د دوه اړخیزو ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.
 
https://avapress.com/vdcaewn6w49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته