کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی افغانستان او پاکستان لپاره برتانیا استازي سره کتلي

19 سنبله 1397 ساعت 9:58

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا له ځانګړي استازي ګاربرت بیلي سره په ارګ ماڼی کې وکتل.



د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني او ښاغلي بیلي د یو لړ مهمو مسایلو په اړه بحث او خبرې کړي.
د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې راغلي ”د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیې ځانګړی استازی ګاربت بیلي په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې په پیل کې ښاغلي بیلي جمهور رئیس غني او د افغانستان خلکو ته د خپل هېواد د رهبرۍ نېکې هیلې وړاندې کړې.
د ارګ ماڼی له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول د سولې او امنیت، ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې، پاکستان سره د سولې د مذاکراتو او د دوه اړخیزو ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.
 


د مطلب کود: 170430

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170430/ولسمشر-غنی-افغانستان-او-پاکستان-لپاره-برتانیا-استازي-سره-کتلي

آوا
  https://www.avapress.com