خوښ ديک ۰

په جوزجان ولایت کې طالبانو د خم آب ولسولي ونیوله

چارواکو ویلي، چې د جوزجان ولایت خم آب ولسولي له یوې اوږدې نښتې وروسته د دوشنبې پر سهار طالبانو ونیوله.
په جوزجان ولایت کې طالبانو د خم آب ولسولي ونیوله

د جوزجان د ولایتي شورا غړی شېرمحمد نور زیاته کړې، چې په ځلونو مو چارواکي د اړوند ولسوالۍ او سیمو له سقوطه خبر کړي؛ خو چا ورته پاملرنه نده کړې.

هغه دا هم وایي، چې که تازه دمي ځواکونه او بشپړ تجهیزات سیمې ته راونه رسیږي د آقچې ولسوالۍ پاتې پېنځه کلي به هم طالبان ونیسي.

امنیتي چارواکو هم منلې، چې له یادې ولسوالۍ دولتي ځواکونه پرشاه شوي او ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې.

د جوزجان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال فقیر محمد جوزجانی وایي، چې تېره شپه طالبانو پر ولسوالۍ برید کړی؛ خو د تلفاتو په اړه کره معلومات نشته.

د ده په خبره؛ ښایي دواړو خواوو ته مرګ و ژوبله اوښتې وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ طالبانو تېره شپه ناوخته د جوزجان ولایت پر خم آب ولسوالۍ له څو لوریو بریدونه وکړل، چې په پایله کې د ولسوالۍ د مرکز اړوند ټولې ادارې او پوځي ودانۍ ونیول شوې.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې حکومتي ځواکونو ته درنده مرګ و ژوبله هم اوښتې ده.

جوزجان د هېواد په شمال کې یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې طالبان پر حکومتي ځواکونو پراخ بریدونه هم تر سره کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
دوشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود: 170449 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *