د جوزجان د ولایتي شورا غړی شېرمحمد نور زیاته کړې، چې په ځلونو مو چارواکي د اړوند ولسوالۍ او سیمو له سقوطه خبر کړي؛ خو چا ورته پاملرنه نده کړې.
هغه دا هم وایي، چې که تازه دمي ځواکونه او بشپړ تجهیزات سیمې ته راونه رسیږي د آقچې ولسوالۍ پاتې پېنځه کلي به هم طالبان ونیسي.
امنیتي چارواکو هم منلې، چې له یادې ولسوالۍ دولتي ځواکونه پرشاه شوي او ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې.
د جوزجان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال فقیر محمد جوزجانی وایي، چې تېره شپه طالبانو پر ولسوالۍ برید کړی؛ خو د تلفاتو په اړه کره معلومات نشته.
د ده په خبره؛ ښایي دواړو خواوو ته مرګ و ژوبله اوښتې وي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ طالبانو تېره شپه ناوخته د جوزجان ولایت پر خم آب ولسوالۍ له څو لوریو بریدونه وکړل، چې په پایله کې د ولسوالۍ د مرکز اړوند ټولې ادارې او پوځي ودانۍ ونیول شوې.
نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې حکومتي ځواکونو ته درنده مرګ و ژوبله هم اوښتې ده.
جوزجان د هېواد په شمال کې یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې طالبان پر حکومتي ځواکونو پراخ بریدونه هم تر سره کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)